یکشنبه, ۱۰ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
واقعي مشران له چا فرصت نه اخلي، بلکې ورکوي يې!
بسم الله الرحمن الرحيم
واقعي مشران له چا فرصت نه اخلي، بلکې ورکوي يې!

خبر:

ولسمشر اردوغان د بلژیک په پلازمینه بروکسل کې د ناټو په ناسته کې ګډون کړی او په دې اړه یې خبریالانو ته داسې توضیح ورکړه، چې دلته يې ځينو د پام وړ ټکو ته اشاره کېږي: «موږ له دوی سره د اروپایي اتحادیې د غړیتوب په پروسه کې د چټکۍ په اړه یوه مثبته کتنه درلوره. هغه پېښې، چې د ټولپوښتنې په لړ کې رامنځته شوې، باید هېرې شي. اوس نوي بهیر ته اړتیا ده، چې د اروپایي اتحادیې شورا رییس ډونالد تسک او د اروپا کمیسیون رییس ژان کلود جانکرنیس په واسطه طرحه کېږي. دوی ځینې کارونه کړي او اوس موږ د هغه کارونو د سرته رسولو لپاره، چې دوی پیل کړي دي، دولس میاشتې وخت لرو. موږ به په  دې وخت کې له وزراتخونو او اروپایي اتحادیې سره کار وکړو او هغه ته په کتو به ګامونه واخلو. (سرچینه: hurriyetdailynews.com)

تبصره:

ولسمشر اردوغان له اروپایي اتحادیې یوه نوې پروژه تر لاسه کړې او اروپایي اتحادیې د دې دندې د ترسره کولو لپاره ترکیې ته دوولس میاشتې وخت ټاکلی دي. حقیقي او واقعي حکامو به د ننیو حکامو خلاف، چې له نورو وخت ترلاسه کوي، نورو ته وخت ورکاوه او د اسلام تاریخ د دې ډول بېلګو شاهد دی. له صحابه وو ډېرو امیرانو د خپل حاکمیت په وخت کې ایران او بیزانس ته فرصت ورکاوه، چې اسلام ته را وګرځي او اسلام قبول کړي. د مسلمانانو خلیفه سلطان سلیمان په شان او شوکت سره لاندې لیک د فرانسې پادشاه فرانسوا ته، په فرانسه کې د والتز په نامه د نڅاګرو د یوې ډلې د کړنو په اړه ولیکه او ویې ویل: هغه خبر ته په کتو، چې په فرانسه کې مې له خپل سفیره تر لاسه کړی، زه له هغو  ښځو او سړيو، چې یوځای نڅا کوي، خبر شوم او اندیښمن یم، چې هسې نه دا مرض به زما سیمې ته خپور نه شي. که تاسې ژر تر ژره  دا مرض (ناوړه عمل) له منځه یو نه سئ؛ زه به له خپل پوځ سره ستا د له منځه وړلو لپاره درشم.» د غربي تاریخپوه جوزف فون همر په قول له دغه لیک نه کلونه ورسته په فرانسه کې په عام محضر کې د نارینه او ښځې یو ځایي ګډا ناشونې وه.

 اوس باید ننیو ورځو ته را وګرځو، نن ورځ چارواکو په بروکسل کې، چې ویل یې ټول اروپایي هېوادونه د ترکیې دښمنان دي او همدارنګه یوه میاشت مخکې یې دوی ته د صلیبیانو خطاب کړی و؛ خوشاله دي چې له اروپایي اتحادیې نه یې په دغه اتحادیه کې د غړیتوب د پروژې د سرته رسولو لپاره  دولس میاشتې وخت تر لاسه کړی دی. په حقیقت کې دوي د اپریل د ۱۶مې ټولپوښتنه په یوه صلیبي هلال جګړه بدله کړې ده. څه وخت مخکې ولسمشر اردوغان د ترکیي په وړاندې د اروپا له لوري د چمتو شوي رپوټ په اړه داسې وویل: «کوم رپوټ، چې د هانس او جیورج له لوري برابر شوی، په موږ پورې اړه نه لري؛ بلکې د احمد، محمد، ایشي او فاطمې رپوټ موږ ته د منلو وړ دی. همدارنګه هغه لاندې بیانونه هم وړاندې کړل: موږ د اپریل له ۱۶مې وروسته له اروپا سره ناسته او خبرې کوو، ځکه دا مسایل به نور د پخوا په شان نه وي.» ( سرچینه: رویټرز)

اوس څه پېښ شوي؟ یو نوی بهیر له اروپایي اتحادیې سره پیل او ولسمشر اردوغان دولس میاشتې نوی فرصت تر لاسه کړی دی. تاسې پوښتنه نه کوئ؟ زه یې پوښتم: ښاغلیه ولسمشره! دا هغه څه دي، چې تاسو تېره ورځ وویل، څه شي دې ته لېواله کړی یې، چې له اروپایي اتحادیې نه دې، چې د دې پروژې د سرته رسولو لپاره فرصت ترلاسه کړی، سرته ورسو؟ د الله سبحانه وتعالی په خاطر، دا ځه ډول انحراف او بدلون دی؟ په تاریخ کې د عثماني خلافت په وخت کې خلیفه سلطان سلیمان، چې تاسې ادعا کوئ چې ډېره مینه ورسره لرئ، اندیښمن و، چې د فرانسې په خاوره کې (نه په خپله خاوره کې) یوه رسوایي د خلافت تر واک لاندې سیمو کې نفوذ کولای شي او وخت یې ورکړ، چې دا چټلي له منځه یوسي؛ که نه خپله به له لوی لښکر سره د هغه د له منځه وړلو لپاره ورشي؛ خو تاسې د اروپایي اتحادیې تر کفري قوانینو لاندې د غرب چټلیو ته د تلو فرصت ترلاسه کوئ. په داسې حال کې، چې پورته تاسو غرب دوښمن او صلیبیان مو فریبکار وبلل! تاسې نه شرمېږئ، چې ټولنه احمقه کوئ؟ ښه پوهېږئ، چې د غرب واقعي نفرت ستاسو له شخصیت څخه نه، بلکې له اسلام او اسلامي امت څخه دی. کله چې ورسره یو ځای شئ، هغوی ته دوست وایئ او کله چې په مسلمانانو کې یاست، دوښمن يې بولئ. ښکاره ووایئ، چې څوک دوست او څوک دښمن دي؟ موږ پوهېږو، چې دوست او دوښمن څوک دی. مسلمانانو هېڅکله غرب خپل دوست نه دی نیولی او نه یې نیسي او کفار هم مسلمانان په دوستۍ نه نیسي؛ ځکه دوی (کفار) یو د بل دوستان دي. تر کله به دروغو او د مسلمانانو غولولو ته ادمه ورکوئ؟

محمود کار

د حزب التحریر- ولایه ترکیې د مطبوعاتي دفتر رئیس

Last modified onیکشنبه, 16 جولای 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې